د سوریې د بشر حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې یکشنبه د اګست ۱۱مه د سوریې په ختیځ کې د بې پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې د ایران تر ملاتړ لاندې پنځه وسله وال وژل شوي.
تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستی.
د فرانسې خبرې اژانس د خبر له مخي، په بریتانیاکې مېشت، پر جګړې د څار دغه سازمان زیاته کړې (په دې برید کې د ایران تر ملاتړ لاندې د پنځو وسلوالو وژل کېدو تر څنګ ګڼ نور ټپیان شوي هم دي. برید د سوریې او عراق پولې ته څېرمه ترسره شوی چې ددغو وسلوالو د سورلۍ موټر یې په نښه کړی دی).
د سوریې د بشر حقونو د څار سازمان په وینا، برید د یکشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ دیرالزور سیمه کې تر سره شوی چیرته چې د ایران اسلامي جمهوریت پراخ نفوذ لري او وخت ناوخته د اسرایلو او امریکې تر بریدونو لاندې راځي.