په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د يوې پوستې په جوړولو جګړه وکړه، د طالبانو د دفاع سرپرست وزير ملا محمد یعقوب مجاهد نن په کونړ کې پر ډیورنډ کرښه له پرتو پوستو څخه د لیدنې پرمهال ويلي، چې پر ډېورنډ کرښه به نورې پوستې هم جوړې کړي او د شته پوستو امکانات او اکمالات به لا زيات کړي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په يوې خپرې کړې اعلامیه کې ويلي چې د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد نن د جمعې په ورځ غرمه مهال د دغې قول اردو د قوماندان په ملتيا د کونړ دانګام ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ کرښې ته څېرمه له پوستو لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې،نوموړي دغه راز په سيمه کې له نويو جوړیدونکو پوستو او د يادې ولسوالۍ دوبندو ساحه کې د ملي دفاع وزارت په مالي لګښت د نوي جوړيدونکي پول څخه ليدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي چې ملا یعقوب هلته شته طالب وسله والو ته د هيواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا په برخه کې لازمې توصيې، اصلاحي او رهنمودي ويناوې وکړې او د نورو پوستو جوړولو سربيره يې د هر اړخيزه امکاناتو او اکمالاتو ترسره کولو ژمنې هم وکړې.
نوموړي د دغې لیدنې پرمهال په يوه غونډه کې له قومي مشرانو سره هم لیدلي او له هغوی څخه یې د طالبانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده او دغه راز د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړی دی.