د پروان ولایت په شینوار ولسوالۍ کې یوه نوې مرګونې نا څرګنده لېږدیدونکې ناروغي پيدا شوې چې خلکو ته یې اندېښنې روالاړې کړي.
د طالبانو ولایتي چارواکو رسنیو ته ددغه نا څرګندې ناروغۍ په اړه ویلي چې تر اوسه یې دوه کسان له امله مړه شوي او نږدې پنځوس نور پرې اخته دي.
د پروان ولایت د طالبانو والي ویاند حکمت الله شمیم رسنیو ته ویلي چې دغه ناروغي څلور ورځې وړاندې د شینوارو ولسوالۍ کفشان دره کې پیدا شوې چې تر ډيره یې هغه کسان نیولي چې فیزیکي معلولیت، سر درد او د غړو دردونه یې لرل.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، چې په يادې وایروسي ناروغۍ اخته کسان د ټول ځان د بېوسۍ، د لاسونو او پښو شدید درد، شدید اسهال او ګرمې تبې څخه شکایت کوي.
د سیمې یو اوسېدونکي عبدالمالک کابل ټیلګراف ته وویل چې دوه ورنه یې په دې نامعلومې ناروغۍ اخته شوي دي د نوموړې په وینا: «ورور باندې مې اول سخته تبه راغله، وروسته یې شدید اسهال شو، ورسره شدید د خپو درد، موږ هیڅ نه پوهیږو دا څه ډول ناروغي ده، خو ورونه مې اوس په روغتون کې بستر دي»
د کفشان یو بل اوسیدونکی چې تازه یې خپل ناروغ د پروان مرکزي روغتون ته راوړی وایي:« پلار یې پخوانی معیوب دی، پرون ورته ناڅاپه سهال وشو، ورسته یې د بند غړو دردونه شروع کړل او ورسره یې تبه شوه.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه ر سنیو سره د یادې ناروغۍ په اړه څه ویلي ندي او نه یې ددغه ناروغۍ په اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.
خو ځينو ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چې د یادې ناروغۍ نښې کولرا ته ورته برېښې ولې مالومه نده چې یاده ناروغي کولرا ده او کنه.