خبرونهسیمه

صوابۍ کې د پولیسو مرکز کې چاودنې ۳۶ پولیس ټپیان کړي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په صوابۍ سیمه کې د پولیسو په یو مرکز کې چاودنه شوې چې ۳۶ پولیس یې ټپیان کړي او یو ماشوم وژل شوی دی.

ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د پولیسو مرکز په دویم منزل کې په یو ګدام کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

د صوابۍ روغتیايي چارواکو ویلي چې روغتوتونو ته د یو ماشوم جسد او ۳۶ ټپي پولیس وروړل شوي دي.

د چاودنې له امله د پولیسو مرکز د ګدام چت هم راغورځېدلی چې ځینې پولیس ورلاندې شوي دي.