د طالبانو د عدلیې وزرات وایي، یوازې کابل کې یې نږدې ۶۶ زره ۱۳۵ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځولې.
د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي پر خپله اېکس پاڼه کې ویلي، چې یاده اندازه ځمکه د کابل په مرنجان تپه، ده کیپک، چهل دختران، څرخي پله، پغمان ولسوالۍ او په بېلابېلو نورو برخو کې موقعیت لري، چې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ راګرځول شوې ده.
تر اوسه مالومه نده چې څومره دولتي ځمکې غاصبینو غصب کړي خو د عدلیې وزارت دغه ویاند لیکي، چې طالبان هڅه کوي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو بېرته را وګرځوي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دي.
د رسنیو د مالوماتو له مخې، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د روانې میاشتې کې هم د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه ځمکې د بېرته را ګرځولو خبر ورکړی و.
هیره دې نه وي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې د غاصبینو زوراکانو لخوا عصب شوي، او په شخصي ملکیتونو اوښتي دي.