افغانستانخبرونه

اندونیزیا افغانستان لپاره نوی شارژدافیر ګمارلی

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل کې د اندونېزیا نوي شارژدافیر نندا ایوالیست د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه کړې.

بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ښاغلي متقي په دې کتنه کې نوموړي ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له اندونیزیا سره د مثبتو او پراخو اړیکو درلودلو ته لېواله دی.

ورته‌مهال د اندونېزیا شارژدافیر ډاډ ورکړی، چې په خپل ماموریت کې به د افغانستان واقعیتونه او پرمختګونه د اندونیزیا له حکومت او اولس سره شریک کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار وکړي.