افغانستانخبرونه

په نیمرزو کې طالبانو ۱۵ کسان د انساني قاچاق په تور نیولي

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

  په نیمروز ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۵ انساني قاچاق کوونکو خبر ورکړی دی.

په ددغه ولایت د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان یې تېره ورځ د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د انساني قاچاق په تور نیولي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد کسان له نیول کېدو وروسته امنیې قومندانۍ ته لیږدول شوي، چې وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا دوه میاشتې دمخه د یو فرمان له مخې انساني قاچاق منع کړی و.

نیمروز د هیواد له هغه ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د هیواد زیاتره ځوانان د اورپایي هیوادونو په تکل د ایران له لارې ترکیې او بیا نورو اروپایي هیوادونو ته پر قاچاقي لارو ځي.