![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2025/01/5823710950702826542_121-1024x666-6.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ویلي، مرستندویه ادارې باید د سیاسي ګټو لپاره د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
هغه ویلي، په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د یودېرشو مؤسسو کار بند شوی او دا د افغانستان د حیاتي شرایطو پروړاندې یوه سیاسي پرېکړه ده.
تر دې مخکې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي وو چې د واشنګټن له دې پرېکړې وروسته په افغانستان کې د کابو پنځوسو مرستندویه مؤسسو کارونه بند شوي دي.
کابل وايي، سیاسي پرېکړې زیات پر افغانانو فشار راوړي.