
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو عامې روغتیا وزارت وایي، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لغمان کې یو روغتیایي مرکز پرانیستل شو.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه مرکز یې د راستنېدونکو کډوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت د رسېدو او هغوی ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانان کډوالو د راستنولو دوېیمه څپه پیل کړې او هره ورځ سلګونه کورنۍ را ستنوي.