خبرونهنړۍ

اشغالي قدس کې اورلګیدنه؛ ۹ ښارګوټې خالي کړای شوي او ۲۳ تنه ټپيان شوي.

کابل ټیلیګراف – ۱۱غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلي چارواکو د اشغال شوي بیت المقدس په لویدیځ کې له یوې لویې اورلګېدنې وروسته بیړنی حالت اعلان  کړی، په سیمه کې ۹ ښارګوټې خالي کړی شوي او ۲۳ تنه تر اوسه د اور لګیدنې له امله ټپيان شوي.

دغه اورلګیدنه چې په غرنیزو ځنګلونو کې پرون رامنځته شوې، د اور د خوریدو له ویرې لس زره کسان له سیمې ویستل کیږي.

را پورونه وایي، په سیمه کې لګیدلې بادونه د دې لامل شوي، چې اور شیبه په شیبه زیات کړي او تر دا مهاله د اور وژنې ۱۱۹ ډلې، ۱۱ الوتکې او نورې هڅې، په دې نه دي بریالي شوې، چې اور مړ کړي.

د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني چینل راپور ورکړ: اور د اسراییلو د پوځ ټانکونو ته نږدې شوی دی او په اشدود سیمه کې د اورګاډي تګ راتګ د اورګاډي شبکې ته د نږدې اور لګېدو له امله ځنډول شوی دی.

ځینو اسرائیلي رسنیو د شباک (اسرائیلي داخلي امنیت ادارې) د سرچینو په حواله اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې اور لګېدنه قصدي وه او تر اوسه پورې درې کسان په دې تړاو نیول شوي.