
کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
واشنګټن پوسټ په کابل کې د میشت یو ډیپلومات له قوله ویلي چې د انټرنېټ پرې کېدل به تر بلې خبرتیا پورې دوام وکړي.
په کابل کې یو ډیپلوماتیک چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، انټرنیټ د دوشنبې په ورځ د ماښام په ۵:۰۰ بجو ناڅاپه او پرته له رسمي خبرتیا څخه بند شو.
خو په افغانستان کې پرون ماسپښین په ټول هیواد کې د انټرنیټ له بندیدو وروسته، افغان رسنیو دا کار د هیواد د شبکې د څارنې او پایدارۍ لپاره د لنډمهاله اقدام په توګه بیان کړ.
دغه چارواکي، چې د سپوږمکۍ له لارې یې انټرنیټ ته لاسرسی درلود، وویل چې طالبانو له هغه وخت راهیسې اعلان کړی چې د انټرنیټ بندیدل به “تر بلې خبرتیا پورې” دوام وکړي.
یو پاکستاني چارواکي، د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې د پاکستان حکومت هم په دې انګیرنه عمل کوي چې طالبانو “د انټرنیټ د بندولو امر کړی دی.”
د طالبانو ویاندانو له پرون مازیګر راهیسې په دې اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.











