افغانستانخبرونه

کندهار کې د طالبانو د مشر تر رهبرۍ مهمه غونډه جریان لري

کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په کندهار کي یوې سرچینې ویلي، په منډیګک ماڼۍ کي د رهبرۍ په کچه مهمه غونډه جریان لري.

دغه سرچینې زیاته کړه، د کندهار د منډیګک ماڼۍ شاوخوا ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د تګ راتګ لارې تړل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په کندهار کي محدود کسان د سټیلایټ له لاري انټرنټ ته لاس رسئ لري.

ویل کیږي، د طالبانو د انټرنیټ بندیدو له امله په دغه ولایت کې د اسعارو مارکیټ په ګډون سوداګریز نظام په ټپه ولاړ دی.