خبرونهنړۍ

د کوئټې چاودنې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۲ تنو ته ورسید

کابل ټیلیګراف د تلې ۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان خبري سرچینو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوئټې کې د بمي چاودنې له امله د ایف سي د دوه کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او له دېرشو څخه زیات نور ټپیان دي.

پولیسو ویلي، چاودنه نن د سرحدي امنیتي ځواکونو مرکزي دفتر ته نږدې وشوه.

په کوټه کې روغتونونه د تیارسۍ په حال کې دي او ویل کیږي چې د قربانیانو شمیر به ډیر شي.

پاکستان ادعا وکړه چې دا برید د هند په امر د ټي ټي پي لخوا ترسره شوی.

پرون، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د جنوبي وزیرستان په سیمه کې د بمي چاودنې له امله نهه سرتیري ووژل شول.