
کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
چین په نوې انجینرۍ کې یو مهم پړاو ترسره کړ او د سنکیانګ په خپلواک سیمه کې یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د نړۍ تر ټولو لوړ بند جوړ او د اوبو زېرمه کولو بهیر یې رسماً پیل کړ.
دغه بند چې ۲۴۷ متره لوړوالی لري، د نړۍ تر ټولو ستر کنکریټ – ډبرین بند (Concrete Faced Rockfill Dam) بلل کېږي.
دغه بند د لوړوالي له پلوه د یوې ۸۰ منزله لوړ پوړیزې ودانۍ سره برابر دی او په بشپړ ډول د نوې ټیکنالوجۍ په مرسته جوړ شوی دی.
د داشیشیا (Dashixia) په نوم دا ستر پروژه نه یوازې د اوبو لګولو او برېښنا تولید کې انقلاب راولي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ په کارولو سره د ټاکلي وخت څخه څو میاشتې مخکې پای ته رسېدلی دی.
په دې پروژه کې بې ډرېوره ماشینونه، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټل ټوین (Digital Twin) او بلاکچین ټیکنالوژي کارول شوې ده. د چین دولتي رسنیو د دې جوړښت بهیر د «۳D پرنټینګ په څېر» بللی چې د زلزلې او نورو جغرافیایي ننګونو پر وړاندې د بند د مقاومت سبب شوی دی.
تمه کېږي چې د بشپړېدو وروسته به دا بند تر ۱.۱۷ میلیارده مکعب متره اوبه زېرمه کړي او د تارم او آقسو د سیندونو په حوزه کې به له ۵۳۳ زره هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
سربېره پر دې، بند به د ۷۵۰ زره کیلو واټه برېښنا تولید ظرفیت ولري چې په کال کې به شاوخوا ۱.۹ میلیارده کیلو واټه-ساعت برېښنا تولید کړي، دا اندازه د میلیونونو کورنیو د برېښنا اړتیا پوره کوي.
د دې بند بله ځانګړنه دا ده چې د کم لګښت، خوندي والي او د زلزلې پر وړاندې د لوړ مقاومت له امله د «کنکریټ مخ ډبرین بند» ډوله جوړښت غوره ګڼل کېږي.
چینايي چارواکو د چاپېریال ساتنې لپاره هم ګامونه اخیستي دي او د بند ترڅنګ یې د تارم سیند د طبیعي اکوسیستم د ساتنې لپاره شاوخوا ۱۴۰ زره مچھلي خوشې کړې دي.
د داشیشیا بند د چین د انجینرۍ او ټیکنالوژۍ یو ژوندی ثبوت دی چې ښيي څنګه مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټیکنالوجۍ د لویو بنسټیزو پروژو بهیر چټک، خوندي او اغېزمن کولی شي.










