په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ایراني پوله ساتو له لوري د افغان وګړو د «ویشتلو» په اړه د بېړنیو او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده او دا کار یې د نړیوالو قوانیو خلاف عمل بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ویلي چې «دا غیر انساني اقدام دی او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او اصولو، د کډوالۍ له حقوقو او د دوو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د دوستۍ او ورورولۍ د روحیې خلاف دی.»
دې استازولۍ ویلي چې د هیواد بد سیاسي، اقتصادي او امنیتي شرایط او د امنیت او د خلګو د رفاه په تامین کې د طالبانو ناکامي او مسوولیت نه منل د دې لامل شوي دي چې زیات خلګ هیواد خوشي کړي او له هیواده دباندې د ښه ژوند په لټه شي.
حال وشرسنۍ او د بشري حقونو بنسټ چې زیات وخت د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو د یکشنبې په شپه (۲۱ د تلې) د دې هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په «کلګان» سیمه کې کمین نیولی وو او پر افغان پناه غوښتونکو یې ډزې کړې دي.
د هغو غږیزو پیغامونو پر اساس چې دې رسنۍ خپاره کړي او اطلاعات روز ورځپاڼې هم له نامعلومو سرچینو تر لاسه کړي، د پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۲۰۰ وو.
په دې غږیزو پیغامونو کې ویل کېږي چې په دې افرادو کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پورې روغ پاتې شوي او پاتې مړه یا ژوبل شوي دي.