د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بینټ وایي چې د ایران په سرحدي سیمه «سراوان» کې د افغان وګړو د «وژلو او ژوبلېدو» په تړاو د راپورونو له کبله ډېر اندېښمن دی او په دې اړه بیړني وضاحت ته اړتیا ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ او د افغانستان یو شمېر سیاسي خوځښتونو هم په دې اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.
حال وش رسنۍ او د بشري حقونو بنسټ چې زیات وخت د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو د یکشنبې په شپه (۲۱ د تلې) د دې هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په «کلګان» سیمه کې کمین نیولی وو او پر افغان پناه غوښتونکو یې ډزې کړې دي.
د هغو غږیزو پیغامونو پر اساس چې دې رسنۍ خپاره کړي او اطلاعات روز ورځپاڼې هم له نامعلومو سرچینو تر لاسه کړي، د پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۳۰۰ وو.
په دې غږیزو پیغامونو کې ویل کېږي چې په دې افرادو کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پورې روغ پاتې شوي او پاتې مړه یا ژوبل شوي دي.
په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او د دې هیواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ويلي چې په دې اړه راپورونه «سم» نه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي او د موضوع تر روښانه کېدو وروسته به لازمې پریکړې وکړي.