افغانستانخبرونه

د ازادۍ په نامه جبهې د کابل په هوایي ډګر د برید مسولیت اومانه

د ازادۍ جبهې په نامه وسله والې ډلې د کابل هوایي ډګر په نظامي برخه د توغندیز برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې طالبانو ته یې مالي ځاني زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې تر توغندیز بریدونو وروسته یو شمېر کسان د هوايي ډګر نظامي سیمو ته ننوتي او طالبانو ته تر ځاني او مالي زیان اړولو وروسته بېرته له هوايي ډګره وتلي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، د یادو عملیاتو موخه د طالبانو د هغه پلان شنډولو چې غواړي پخوانۍ لوتکې ورغوي او بیا یې د افغانانو په ضد وکاروي.

تر اوسه طالبانو ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.