د روغتیا نړیوال سازام ډبلیو ایچ او، مصر له ملاریا ناروغۍ پاک اعلان کړو او ددغه ناروغۍ سره په مبارزه کې یې د یاد هیواد د روغتیایي سکتور هڅې وستایلې.
ډبلیو ایچ او ویلي چې مصر هغه هیواد دی چې یوه پېړۍ وړاندې پکې د ملاریا سره مبارزه شوه او سږ کال یې بریالۍ کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان مصر ته له ملاریا د پاک هېواد تصدیق ورکړ او دغه هېواد ته يې مبارکي وویله چې داسې ناروغي يې له منځه وړې چې له شپږ زره کلونو راهیسې هلته وه.
تر سلو میلیونو ډېر نفوس لرونکی مصر څلور څلویښتم هېواد دی چې دغه هدف ته رسېږي، له دې وړاندې متحده عرب امارات او مراکش هم له دغې ناروغۍ پاک بلل شوي وو.