د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن په غزه کې د اوربند او سيمه کې د جګړو د مخنيوي په موخه منځني ختيځ ته سفر پيل کړ.
نوموړی به په خپل دغه سفر کې هڅه وکړي چې د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو تر پيل وړاندې چې ده اوونۍ ورته پاتې دي، د اوربند لپاره يو حل لاره ولټوي.
د بلینکن دا سفر داسې مهال پيلېږي چې څو ورځې وړاندې د اسرائیلي ځواکونو په يوه برید کې د حماس ډلې نوی مشر یحیی سينوار ووژل شو.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له اوومې وروسته چې د اسرائیلو او حماس ډلې جګړه په غزه کې پيل شوې، د امریکايي چارواکو له لوري د اوربند ډېرې هڅې شوي چې وروستۍ هغه يې په تېر اګسټ میاشت کې اسرائیلو ته د بهرنيو چارو د وزیر انتوني بلینکن سفر و چې هغوی ته يې ګواښ کړی و چې د اوربند او سولې بل چانس شايد تر لاسه نکړي.
خو تازه يو ځل بيا د بلینکن دا سفر دې ته زمينه برابروي چې اسرائیل په سيمه کې د پیل کړې جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي؛ ښايي دا چاره د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو د پيل تر ورځې يو چانس وي او تر هغې وروسته چې نوی ولسمشر ټاکل کېږي په سیمه کې د جګړو لپاره به د هغه نوې پالیسي څرګنده کړي چې جګړه دوام وکړي که اوربند وشي.