لوبې

د فوټبال لسګونه ښځينه لوبغاړو د ارامکو شرکت سره د فیفا مالي تړون د لغوه کېدو غوښتنه کړې

د فوټبال ښځينه لوبغاړو د فوټبال نړیوالې شورا نه غوښتي چې د سعودي عربستان د تیلو دولتي شرکت ارامکو سره شوی مالي تړون پر ورزش لوی ګوزار دی او باید لغوه شي.

ارامکو سره د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د روان کال تر پایه د ملي ملاتړ تړون لاسلیک کړی چې تر۲۰۲۷ پورې به د نارینو او ښځينو فوټبال نړیوال جام سپانسر چارې په غاړه ولري .

د ۲۴ هېوادونو لوبغاړو د فوټبال له نړیوالې ادارې فیفا غوښتي، چې پر دې تړون دې له سره غور وکړي.

بل پلو د فوټبال نړیوالې شورا رسنیو ته ویلي چې د ارامکو شرکت سره کړی تړون ورته ارزښت لري او له دغه شرکت ترلاسه شوې پېسې د ښځو د فوټبال په ټولو برخو مصرف شوي.

پر دغه هیواد تورونه دي، چې ورزش برخه کې د پانګونې او مالي ملاتړ له لارې په کور دننه ناسم وضعیت پټوي او هڅه کوي له دې لارې د خلکو پام بل لور ته واړوي.

پر عربي هېوادونو د بشري حقونه تر پښو لاندې کولو، د ښځو له حقونو ناوړه ګټې اخیستنې او د همجنس بازۍ د جرمي کولو له امله پراخې نیوکې شوې دي.