افغانستانخبرونه

نصیر احمد فایق: د طالبانو لخوا ښوونځي په جهادي مدرسو بدلول بنسټ پالنه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، د طالبانو له خوا ښوونځي په جهادي مدرسو بدلول تعلیمي نصاب طالباني کول او بنسټ پالنه ده.

دغه خبرې نصیر احمد فایق د بشر حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مې ناسته کې کړي دي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په ښځو او انجونو بندیزونه جینسي اپارتاید  ندی بلکې د یو نسل په شاه تګ دی.

هغه ویلي، د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې افغانستان لاهم د بشري حقونو، انساني، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، افغانستان د نړۍ په کچه یواځینی هېواد دی چې نجونې یې د زده‌کړو له حقه بې برخې شوې دي.