د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه درې ملیارډ ډالرو ته لوړوي.
عزیزي د یاد هیواد له مسؤلینو سره په لیدنه کي د دغه هیواد په پلازمېنه الماتا کي ویلي چې دغه هدف ته به د یوې نقشې له لاري ځانونه رسوي.
د هغه په وینا، پر داسي نقشه کار کوي؛ تر څو د هغه په وسیله د دواړو هیواونو د صادراتو، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، کانونو او سوداګرۍ ارزښت درې ملیارډ ډالرو ته ورسوي.
عزیزي او ورسره مل پلاوی قزاقستان ته تللی او هلته ئې په افغان- قزاق نندارتون کي په ۷۰ غرفو کي بېلابېل افغاني تولیدات ننداري ته وړاندي کړي دي.