افغانستانخبرونه

طالبانو سږکال ۳۴زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي

د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سږ یې کال له ۳۴ زره ډېرو کسانو ته د کار جوازونه ویشلي دي.

‏د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال په دوه‌یمه ربع کې ۳۴ زره ۶۰۴ قطعې د کار جوازونه ووېشلي او له دې لارې عواید یې را ټول کړي دي.
‏نوموړي ویلي؛ د لومړۍ ربعې پر پرتله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۲۴ زره ۷۶۷ نارینه او ۸۷۱ ښځینه‌وو ته په امارتي ادارو، ۶ زره ۲۱۶ نرینه او ۱۶ سوه ۲۸ ښځینه‌وو په خصوصي سکټور او همدارنګه ۱۱ سوه ۲۲ بهرني وګړي په بېلابېلو برخو کې پر رسمي دندو ګمارل شوي دي.
‏ویل کیږي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربع کې هم ۲۲ زره ۴۲۷ قطعې د کار جوازونه وېشلي وه.