د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویلي چې د دوی مبارزینو پرون ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب په ۳ مه، دفارياب مرکز میمنې ښار کې د طالبانو ډلې له سرحدي کنډک کمپ څخه پورته عملیات ترسره کړل.
یادې جبهې په یو خبر پاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې ادعا کړې چې پرون پنجشنبه یې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې یې د طالبانو په سرحدي ساتونکو برید کړی چې دوه طالب وسله وال یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
په یوه ویډیو کې چې د دغه جبهې له خوا خپره شوې؛ ښودل کېږي چې د میمنې په یوه څنډه کې له یوه غټ ډز وروسته څو وړې ډزې هم کېږي.
د ازادۍ جبهې د دغه ادعا په اړه تر اوسه د طالبانو حکومت رسنیو ته څه ندي ویلي.