د روسیې سفارت تایید کړه چې یو وګړی یې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو ټي ټي پي لخوا تښتول شوی.
په اسلام اباد کې د روسیې سفارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هیواد یو وګړی د پاکستاني طالبانو له لوري په خیبرپښتونخوا کې تښتول شوی دی خو دا یې ندي ویلي چې کله او له کوم ځای تښتول شوی.
ددغه روسي وکړي په اړه بشپړ مالومات نه دي خپاره شوي.
درې ورځې وړاندې د ټي ټي پي حافظ ګلبهادر ډلې د اکتوبر په ۲۶مه ویلي و، د انځورونو په خپرولو سره ویلي وو چې له ډيره اسماعیل خان نه یې یو روسی وګړی تښتولی.