افغانستانخبرونه

د امریکا عدلیې وزارت: افغانانو ته د جعلي اسنادو په ورکول یو قومندان زنداني شوی

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو یو قومندان له دې امله زنداني شوی چې د پېسو په بدل کې یې افغانانو ته د امریکا د تګ له پاره اسناد چمتو کول.

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، د جیرومي پېټمن په نوم د سمندري ځواکونو یو قومندان له افغانانو د بډو اخېستو او امریکا ته د ورتګ لپاره هغوی ته د جعلي اسنادو د جوړولو په جرم د دیرش هفتو د حبس په موخه زندان ته استول شوی.

دغه وزارت لیکلي، پېټمن په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، ۲۰ افغانانو ته یې داسې اسناد چمتو کړي چې وښیي هغوی په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دندې ترسره کولې.