د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې د غزې د شمالي برخې په جبالیه کې د اسرایلو ځواکونو د هوایي بریدونو له امله ۵۰ ماشومان وژل شوي.
د یونېسف له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په شمال کې ۵۰ ماشومان هغه مهال ووژل شول، چې اسراییل هوایي ځواکونو د استوګنې پر دوو هغو ودانیو بمبار وکړ، چې سلګونو کسانو د جګړې له وېرې په کې پناه اخیستې وه.
د یونېسف اجراییه مشرې کاټرین رسل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا د غزې په شمال کې یوه خونړۍ اونۍ وه او دغلته باید په بشري کارکوونکو او ملکي وګړو باندې بریدونه درول شي.