خبرونهنړۍ

د ایران مذهبي مشر خپلو ځواکونو ته پر اسرائیلو د بیاځلي برید د چمتووالي امر کړی

ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي يو ځل بيا دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې پر اسرائیلو د برید لپاره دې چمتوالی ونيسي.

نوموړي دا څرګندونې پرون په تهران کې يوې غونډې ته د وينا پرمهال کړې دي او زياته کړې یې ده چې اسرائیل بايد د هغه برید په اړه چې پر ایران يې کړی بايد خوله ماتونکی ځواب تر لاسه کړي.

خامنه يي دا هم ويلي چې ایران به دا ځل پر اسرائیل ډېر لوی برید وکړي چې اسرائیل ته به ډېر زيات زیان ورسوي.

نوموړي دا هم ويلي چې په دغه برید کې به له ایراني ځواکونو سره په سیمه کې د ایران تر ملاتړ لاندې وسله والې ډلې چې ایران يې د مقاومت د ډلو په نوم يادوي هم برخه ولري. په دغو ډلو کې د لبنان حزب الله ډله او د فلسطين حماس ډله هم شامل دي.

ځينو امریکايي رسنيو هم راپور ورکړی چې ایران پر اسرائیلو د برید چمتوالی نيسي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي که ایران دا ځل په اسرائیلو برید وکړي نو دوی اسرائیل د ځوابیه برید څخه نه شي منع کولی.