افغانستانخبرونه

طالبانو په پروان کې یو ښځه او یو سړی په په عام محضر کې په درو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په پروان ولایت کې یې د مېرمن او یو سړي ته د زنا په تور د عامو خلکو پر وړاندې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ابتداییه محکمې یوې ښځې او یوه سړي ته  د «زنا» په تور درې – درې کاله د تنفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دورې سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر دوو تنو عملي شوه.

بل طالبانو په کابل کې هم پرون یوې ښځې او دوه سړو ته د زنا په تور د بند او درو سزا ورکړې ده.