د دوحې د سولې په توافقنامه کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریالي کیدو مبارکي ویلې ده.
زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي لیکلي، “امریکا ته دې مبارک وي، ولسمشر ټرمپ ته دې مبارک وي، دا د رغېدو، یووالي او نوي پیل وخت دی.”
خپله ډونالډ ټرمپ هم خپلو پلویانو ته د بري مبارکي ورکړې.
تر وړاندې خلیلزاد لیکلي وو که د امریکا ټاکنو کې د ولسمشر په انتخاب کې ځنډ راځي نو د نړۍ او امریکا له پاره به ښې پایلې ونلري.