د طالبانو په حکومت کې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت یې اوسمهال له نشه يي توکو سره مبارزه یوازې کوي باید نړیواله ټولنه ورسره مرسته وکړي.
نوموړي دا خبرې نن د شنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي اتحادیې له شارژدافیرې وي رونیکا بوسوېک پوهار سره په لیدنه کې کړې دي.
په دې لیدنه کې بوسویک پوهار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو خبرې وکړې وې ویل، اروپايي ټولنه په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د شته ستونزو د حل پلوي ده.
د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر حکومت یې له خپلې بودیجې د هېواد رغاونه پيل کړې او د اقتصادي خودکفایۍ لپاره یې هڅې کیږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په انکشافي، د نشه يي توکو لمنځه وړلو، د بدیل کښت، کاري فرصتونو برابرولو او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده.
د مولوي کبیر په خبره حکومت یې په یوازې ځان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي، خو په دې برخه کې یې د نړیوالو مرستې اغېزمنې وبللې.