د بدخشان د کشم ولسوالۍ امنيه قومندان له خپلو ۴ تنو ملګرو سره يوځای نن په يوه ټرافيکي پېښه کې وژل شوی دی.
محلي مسوولين وايي د پېښې پر تاييد سربېره وايي چې نن غرمه د نوموړي موټر د تېزرفتارۍ له امله له يوه مازدا موټر سره ټکر کړی دی چې د ده په شمول ټول سپاره طالبان پکې له منځه تللي.
په وروستيو کې له دولتي موټرو سره د نابلدتيا او بې احتياطۍ له امله د طالبانو په منځ کې د ټرافيکي پېښو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.