په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په کامیابۍ خوشبیني ښودلې او له نوموړي یې د افغانستان د مسایلو په حل کې د ګډ کار هیله کړې ده.
سهیل شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ، د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تر ډېره د عمل سړی ښکاري او “موږ باید د مسایلو په حل کې رښتیني اوسو.”
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره مثبت تعامل ته چمتو دي.