افغانستانخبرونه

افغان یهودي زبولن له درېو کلونو اوږد ځنډ وروسته اسرایلو هیواد ته ورسید

په افغانستان کې د یهودیت دین وروستی پیرو زبولن سمنتوف له درې کلونو ځنډ ورسته د یو یهودي بنسټ له لورې اسرایلو ته ورسید.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو بیا واک ته رسیدو وروسته ښاغلی سمنتوف ترکیې ته ولاړ او له درېیو کلونو وروسته د دوشنبې په ورځ اسراییل ته ورسېد.

سمنتوف څه وخت وړاندې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و، چې هره ورځ له ګواښ سره مخ و او له ډېرې مودې راهیسې یې په کابل کې له خپلې یوازیني عبادت ځای څخه ساتنه کوله؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان له پرېښودو پرته بله لاره نه وه ورپاتې.

د طالبانو بیا راتګ او په افغانستان د واک ترلاسه کولو سره اکثره مذهبي لږکیو د سرونو د خوندي کیدو په موخه وطن پرېښود او مهاجر شول، ددغه یهودي مذهب پیرو تر څنګ زرګونه افغان سیکار او هندوانو هم په وطن کې ژوند خوندي احساس نکړ اړ شول چې مختلفو هیوادنو ته وکوچیږي.