افغانستانخبرونه

طالبانو په غزني ولایت کې د څلورو ګوډګرو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې د غزني په مرکز او قره باغ کې یې څلور ګوډګر نیولي دي.

په بیان کې راغلي دي چې دغه کسان یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې دغو کسانو له کلونو راهیسې کوډې کولې او د کورنیو ترمنځ به یې نفاق اچولو او شخړې به یې جوړولې.

په بیان کې د دغه څلورو نیول شویو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوې، خو د غزني په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم تعوذیګر او ګوډګر شته چې د پیسو په بدل کې خلکو ته تعویزیونه او کوډې کوي.

دیني عالمان وايي چې کوډې په دین کې حرامې او ناروا عمل دی.