راپورونه وايي، د امریکا په ټاکنو کې بريالي شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د واک د لېږد د ټيم غړو د هغو پوځيانو لېست چمتو کړی چې په افغانستان کې د امريکا د ماتې او له دغه هېواده د امریکايي پوځيانو په وتلو کې دخيل وو.
ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډو تړو پرمهال په ځلونو ويلي وو، واک ته د رسېدو پرمهال به دغه ټول پوځي افسران له دندو ګوښه کړي او کله چې يې ټاکنې وګټلې هم يې خبر ورکړ چې د ده د لوړې د مراسمو په ورځ بايد دغه ټول کسان ورته خپلې استعفاوې وړاندې کړي.
ډونالډ ټرمپ چې څو ورځې وړاندې يې د اوسني ولسمشر جوبایډن سره په سپينه ماڼۍ کې ولیدل هم يې د خبرو اترو پرمهال په افغانستان کې د ماتې په اړه ډېرې نیوکې وکړې.
ځينو سرچینو العربیه نيوز ته ويلي چې د ټرمپ د واک د لېږد ډلې هغه لېست چمتو کړی چې د دغو جنرالانو او افسرانو نومونه په کې دي.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه سپينې ماڼۍ ته لاړ شي او د نوي ولسمشر په توګه به لوړه وکړي.