افغانستانخبرونهنړۍ

 طالبانو په کابل کې يو متقاعد کاناډايي سرتیری نيولی دی

راپورونه وايي، طالبانو په کابل کې د کاناډا يو متقاعد پوځي ډېوېډ لیوري نيولی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

ډېوېډ لیوري هغه کاناډايي سرتیری دی چې د تېر جمهوري نظام د سقوط پرمهال يې له افغانستان څخه د ۱۰۰ افغانانو د انتقال په برخه کې ډېره همکاري کړې او د کاناډا ډيوي په نوم يې شهرت پيدا کړی دی.

ډېوېډ لیوري چې اوسمهال يې په کابل کې د (Raven Rae) په نوم د امنيتي خدمتونو د يو شرکت چارې مخته وړلې، تېره اوونۍ نيول شوی دی.

د کاناډا CTV نيوز په يو راپور کې د کاناډا هېواد د ځينو سرچینو په حواله ويلي، ډېوېډ ليوري د دوشنبې په ورځ هغه مهال د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې ونيول شو چې دی له الوتکې څخه ښکته شو.

د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه څرګنده نه ده چې ليوري ولې د طالبانو لخوا نيول شوی خو لومړني معلومات ښايي چې نومړی د طالبانو استخباراتو له ځانه سره وړی دی.

بلخوا د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په یو بیان کې د طالبانو دا کړنه غندلې او د ډېوېډ ليوري د خلاصون غوښتنه يې کړې ده.