افغانستانخبرونه

سیاسي شنونکی استاد جاوېد مومند د طالبانو له بنده ازاد شو

راپورونه وايي، د سیاسي چارو یو شنونکی استاد جاوېد مومند د طالب استخباراتو له یو میاشتني بند وروسته ازاد شو.
نوموړی شاوخوا میاشت وړاندې د طالبانو لخوا د یو ویډیو پیغام چې په ایران کې د وژل شویو افغانانو په تړاو یې خپور کړی و، نیول شوی و.
هغه مهال ایراني ځواکونو له پاکستان سره پر ګډه پوله پر افغان کډوالو برید کړی و، شاوخوا دوه سوه کسان په کې وژل شوي وو، خو طالبانو دا راپورونه ردول.
دا چې طالبانو جاوېد مومند په رسنیو کې پر بحثونو بند کړی و، هغه د خپلې فیسیوک پاڼې له لارې پر دغه موضوع ویډیوي تبصره خپره کړې وه او دا یادونه یې هم کړې وه چې هغه پر ټلویزیوني بحثونو بند شوی ځکه یې دلته پبغام خپور مړ.
دا ویډیو په ډېر لږ وخت کې د دوه میلیون کسانو له لوري کتل شوې وه.