افغانستانخبرونه

خوست کې د امنیه قومانداني لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د خوست ولایت د امنيه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
د دغې ودانۍ د جوړېدو چارې نن د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له لورې پېل شوې.
نوموړي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې په هېواد کې د ودانیزو او رغنيزو چارو په چټک پرمختګ خوښي وښوده او په وينا يې د هېواد آبادي یوازې په فزیکي ودانیو محدود نه ده، بلکې ‏د خلکو زړونو رغول او د هغوی تر منځ د اعتماد او اخلاص فضا رامنځته کول هم بنسټیز او ځانګړی ارزښت لري.
د ځايي مسولینو په وینا؛ د ودانۍ جوړولو چارې به يې د ٧١ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځلسو میاشتو په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه ودانۍ به د دې ولايت امنيه قوماندانۍ اداري اړتيا پوره کولای شي او د چارو په بشپړېدو سره به يې امنيتي ځواکونو ته لازمې آسانتياوې رامنځته شي.