افغانستانسیمهنړۍ

روسيې پر اوکراين د ليرې‌ويشتونکي بالستيک توغنديو بريد کړی

اوکراین وايي روسیې پرې لومړی ځل د لرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندي برید کړی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت وایي دا توغندی چې اتومي خولۍ ورسره نه وه، نن پنجشنبه له ۷ نورو کوچنیو توغندیو سره د هغه هیواد سویلي پر دنیپرو ولایت ویشتل شوی دی.

د RS-26 Rubezh په نامه دا روسي توغندی تر ۶۰۰۰ کیلومترو مزل کولای او نورې لویې وچې ویشتلی شي.

روسیه دا توغندی وروسته له هغې توغوي چې دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوباېډن اوکراین ته اجازه ورکړه چې په امریکايي توغندیو روسیه کې دننه اهداف په نښه کړي.