خبرونهسیمهکابل ټیلیګرافنړۍ

د پښتونخوا په کورمه کې د مسافرو پر موټرو وسله وال برید کې ۲۸ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د کورمې ایجنسۍ په سیمه کې وسله والو کسانو د مسافرو پر موټرو برید کړی چې د ډزو په پایله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې دا برید نن تر غرمې وروسته د کوزې کرمې په مندوزیو  سیمه کې کړی دی.

د سیمې د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، برید ماسپښین مهال د علیزو او څپرې ترمنځ سیمه کې په داسي حال کې وشو چې د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په یوه کاروان کې سپرلۍ له پېښوره پاړه چنار ته روانې وې.

مسافر له پېښور څخه پاړا چینار ته پر لاره و چې له دغه برید سره مخ شوي دي.

لومړنيو معلوماتو له مخې، په برید کې يو شمېر شيعه مذهبي هم په نښه شوي دي

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې له اوږدې مودې راهیسي د سنیانو او شیعه مذهبو ترمنځ نښتې کېږي..