د جمهوري نظام لومړی مرستیال وايي د متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، ځکه په وینا یې طالبان یوازې د خجالت لامل او د لویدیځ پر تندي یو داغ دی.
هغه «دي پرنټ» هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، طالبان ښايي ۳ امریکایي بندیان د ټرمپ حکومت ته وسپاري چې په اړه یې د ټرمپ ذهنیت بدل شي.
د نوموړي په وینا، په دې درېیو کسانو کې یو افغاني الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي هم دی چې ویل کېږي طالبانو د ایمن الظواهري په نښه کولو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.
صالح همدارنګه زیاتوي د طالبانو له مجلسونو تازه ور رسېدلي اسناد ښيي چې دوی به هېڅکله د نجونو او ښځو په اړه خپلې پالیسۍ نرمې نه کړي او نه به ورته د تحصیل او کار اجازه ورکړي.
د صالح په وینا، طالبان به هغه کنوانسینونه هم مراعت نه کړي چې افغانستان لاسلیک کړي، ځکه په وینا یې دوی د ملګرو ملتونو منشور سره هم ستونزه لري.
ښاغلی صالح همداراز وايي طالبان د یوې قانوني لارې پرانیستلو ته هم نه حاضرېږي، ځکه وېره لري چې منځ کې به یې درزونه راشي او دا درزونه به د بهرنیو فشارونو له امله ژور شي.
د هغه په باور، طالبان به همدارنګه هېڅکله خپلو مخالفینو سره خبرو کولو ته هم حاضر نشي.
امرالله صالح د خپلې مرکې په یوه برخه کې وایي چې طالبان پر افغانستان راغلی یو فصل دی چې تلپاتې به نه وي او په وینا یې «طالبان د دې لپاره نه دي ډیزاین شوي چې دولت شي، بلکې د دې لپاره ډيزان شوي چې همداسې وي.»