يوې سرچينې د چنګاښ په لومړۍ نېټه کابل ټيليګراف ته وويل، چې دغه پېښه دوه شپې وړاندې د دغه ولايت مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه د “صافيان” په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله وال پر موټر سايکل سپاره له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان په کار بوخت و او د خپلې کورنۍ يوازينۍ ډوډۍ پيدا کوونکى و.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه شوې.
د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په هلمند کې ورته پېښې زياتې شوې دي.
کابو دوه میاشتې وړاندې هم د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی و.