د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې په اسرایلو به له ژمنې سره سم حتمي برید ترسره کړو.
عباس عراقچي رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛ چې ایران به په اسرایلو د برید هیڅ ډول ځنډ ونکړي خو په کومو شرایطو، کله او په کومه بڼه به برید وکړي، دا ټول شرایطو پورې اړه لری چې باید د دغه ځواب ویلو لپاره چمتو شي.
نوموړي ویلي چې اسراییل غواړي ایران په سیمه کې جګړې ته اړ کړي خو: “موږ به په عملیاتو کې هېڅ ډول ځنډ او بېړه ونه کړو، او ۳ عملیات به له ژمنې سره سم ترسره شي.”
عراقچي ویلي، که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي، ایران به یې هم ځواب ورکړي.