افغانستانخبرونه

لغمان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

لغمان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت د دغه ولایت په الینګار او دولت‌شاه ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د لغمان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ترافیکي پېښې د الینګار ولسوالۍ اړوند چینچار پله ته څېرمه د دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند په دګړان سیمه کې شوي دي.

سرچېنې لیکلي چې په دواړو پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې ټپیان روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.