ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې متحده ایالاتو او برتانیا له لورې اوکراین ته د دوی لخوا د ورکړل شویو مزایلو اجازه چې روسیه کې پرې هدفونه په نښه کړي د اوکراین جګړه د نړیوالې شخړې په لور روانه کړه.
ولادیمیر پوتین چې د روسیې ملي ټلویزون له لارې یې ملت ته وینا کوله، خبرداری ورکړ چې مسکو به ځوابي برید ترسره کړي.
پوتین وویل، چې روسیې د امریکا او بریتانیا د توغندیو د کارونې په ځواب کې د اوکراین پر یوه پوځي اډه د نوي ډول هایپرسونیک منځني واټن ویشتونکو بالستیک توغندي برید کړی.
هغه وویل، چې ملکي خلکو ته به د ورته وسلو له نورو بریدونو مخکې خبرداری ورکړل شي.
یاده دې وي چې د ولسمشر جوبایډن له لورې اوکراین ته اجازه ورکړل شوه چې په روسیه کې د امریکایي وسلو پر مټ هدفونه په نښه کړي چې ددغه اجازې ورسته اوکراین په روانې میاشتې په ۱۹ او ۲۱ تاریخ د روسیې ځينې پوځي ځایونه وویشتل خو د تلفات په اړه یې لا هم مالومات ندي خپاره شوي.