سرچینې وايي، ناڅرګندو وسله والو کسانو تېره شپه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په يو زیارت کې پر زیارت کوونکو ډزې کړي چې پايله کې يې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټيلیګراف ته وويل چې پېښه تېره شپه د نهرين ولسوالۍ اړوند زوړ نهرین سیمه کې د سید پادشاه باندې د وسله وال برید له امله رامنځته شوې ده
د سرچینې په وينا په برید کې ۱۱ زیارت کوونکي چې پر لمانځه ولاړ وو، وژل شوي دي.
د سيمې يو اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط دا پېښه تاييد کړې ده.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.