افغانستانخبرونهسیمه

د اسلام اباد پولیسو د عمران خان شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پلویان نیولي

د اسلام‌‌اباد پولیسو ويلي دي چې، د نومبر په ۲۷ مه یې شاوخوا ۱۰۰۰ مظاهره‌چيان د ناقانونه احتجاج او له پولیسو سره د نښتې په تور نيولي دي.

د اسلام‌‌‌اباد د پولیسو مشر سید علي ناصر رضوي یوې خبري غونډې ته وویل، په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شویو ۹۵۴ اعتراض کوونکو کې ۱۹ افغانان هم شامل دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلويانو د عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴مه لاریون پیل کړ، اسلام‌‌اباد ته داخل شول او د جمهوریت څلورلارې (ډي چوک) ته يې ځان ورساوه.

د نومبر پر ۲۶مه مازيګر مهال پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې له ډي چوک څخه په شا وتمبول.

پولیسو په هغه ځای کې د مظاهره‌‌چیانو پر ضد اوښکی بهونکی ګاز هم وکاراوه او هغوی یې تیت و پرک کړل.

رضوي وویل چې، پولیسو د شپې په عملیاتو کې له وژونکیو وسلو کار نه‌‌دی اخیستی.

د پولیسو په وینا د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو په اخ و ډب کې څلور امنيتي سرتیري او دوه مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

د پي‌ټي‌‌آی وياند شيخ وقاص اکرم د احتجاج د ځنډولو پخلی کړی دی او په‌‌دې برخه کې یې حکومت په وحشت تورن کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې د دوی پر احتجاج وژونکې وسلې کارېدلې دي او د سلګونه پلویانو له وژل کېدو وروسته یې لاریون د لنډ مهال لپاره پای ته رسولی.