د طالبانو دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، د دوی وزير مولوي يعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان سفير عبیدالرحمن نظاماني سره ليدلي او افغانستان او پاکستان يې دوه ښه ګاونډي هېوادونه ياد کړي دي.
ښاغلي مجاهد ويلي، دغه دوه هېوادونه ډېر مشترکات لري، همدا ګډې او دوامداره اړیکې د دې لامل شوي چې طالبان د ګاونډیتوب د حس او متقابل احترام پر بنسټ د اقتصادي، تجارتي او نورو ګډو موضوعاتو په برخو کې ورسره همکاري ولري.
ملا یعقوب زیاته کړې چې د اړتیا او وخت د تقاضا له مخې له پاکستان سره هر راز همکاریو ته چمتو یو.
په مقابل کې د پاکستان سفیر هم پر ګډو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د چین او روسیې بیلابېل پلاوي کندهار او کابل ته راغلي وو او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي او د نورو چارو تر څنګ د نظامي مسایلو او حرکتونو په اړه مختلف تړونونه لاسلیک کړي.