افغانستانخبرونه

یو شمېر افغان سیاسیونو د طالبانو پر ضد سیاسي ايتلاف وکړ

د هېواد یو شمېر پخوانیو سیاسیونو او د تېر جمهوري نظام لوړپوړو چارواکو د طالبانو پر ضد ایتلاف وکړ.
دوی نن د جمعې په ورځ په یوه انلاین غونډه کې (د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع) په نوم خپل موجودیت اعلان کړ.
عبدرشید دوستم، رسول سیاف، احمد مسعود، صلاح الدین رباني، عمر داودزی، کریم خلیلي او یو شمېر نور سیاسیون د دغه ایتلاف مهم غړي دي.
د دوی له ډلې عمر داودزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له درېیو کالو هلو ځلو وروسته پر دغه چاره بریالي شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د نظام ړنګول او په هېواد کې یو ټول شمول مشروع نظام رامنځته کول له دغې چارې غیر ممکن نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر له تېرو څو کلونو راهېسې افغانستان کې په بېلابېلو محدودیتونه لګولي چې تازه هغه یې د طبي نیمه لوړو زده کړو ته د نجونو په ورتګ بندیز دی.